IQNA

قرآني سورې/81

په مځکې کې د قیامت  نښې نښانې

6:42 - May 31, 2023
د خبر لمبر: 3487419
ایکنا-(تهران)په ډيرو دیني او تفسیري کتابونو کې ټينګار شوی دی چې ددنیا په پاي کې به د  مځکې پر مخ ځّيني  خاصې پيښې رامینځةشي  او هرڅه سره ګډوډ  او نابودیږي.

د قرآن کریم  یو اتیایمه سوره ؛کورت؛ نومیږي. دغه سوره په ۲۹آیتونو سره  د قران کریم په دیرشمې سپارې کې  واقع ده .  کورت  چې یوه مکي سوره ده ، دنزول په تربیب کې  اوه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده.

؛تکویر؛پخپلو کې سره  دپیچلتیا او تورتم شونې په معنا ده . دغه نامه  ددغې سورې په لومړني آیت څخه اخستل شوې ده . تکویر سوره د له قیامت څخه  مخکې د پیښو  او ددغې ورځې د نښو نښانو په باب  او دغه راز له پیغمبر اکرم سره د جبرائيل د لیدو او د و حي د فرښتې د ځانګړنو او د قرآن کریم او د  وحي د حقیقت په  هکله  خبرې کوي.

 د تکویر سورې  اصلي موضوع  انسان ته خبرداری  ورکول او د قیامت د ورځې په باب دهغه خبرول دي.

 د سورې محتوا ښئ چې   د  اسلام د ګران پیغمبر  د پیغمبرۍ په لومړني پړاؤ کې   نازله شوې ده، ځکه  دهغو تورونو په باب چې  مشرکان ئې  د پیغمبر اکرم (ص) په باب مطرح کوي غبرګون ښئ  او پیغمبر  له دغو  موردونو پاک ګڼي .

ددغې سورې آیتونه  په دوو برخو کې ارزول کیدلی شي، لومړۍ برخه  ئې  د قیامت د ورځې د نښو  او دهغو د پيښو بیانول دي ، د سورئې لومړني آیتونه ، د قیامت د ورځې او دهغو بدلونونو د نښو په باب چې  د نړۍ په پاي کې رامینځةکیږي،خبرې کوي ،لکه چې د لمر پیچلتیا، دستورو نسکوریدا  او د زلزلې له زیاتوالي څخه  دغرونو له خپل ځایه خوځيدا  او د خلکو ویره او وحشت.

د آيتونو په دغې برخې کې  هغه دولس شرطونه شته چې له قیامت څخه مخکې د نړۍ د  نظام دپيښو پرقطعي کیدا او ناڅاپه شونې  باندې ټينګار  کوي. دوهمه موضوع؛ دقرآن کریم د لويوالي او د د وحي د فرښتې جبرائیل  دځانګړنو  بیانول،، په دغې برخې کې پر انسانانو  دقرآن کریم  اغیزو ته اشاره کوي. پې دې موضوع د ټينګار لپاره  خداوندمتعال په ستورو ، او په سهار په جلاجلا توګه قسم خوري. په دغې برخې کې راغلي دي ، قرآن کریمد امین فرښتې په وسیله نازل شوی چې  د مشرکانو د  ادعا په اپوټه په هغه کې شیطان  نفوذ نه لري.

یو بل تکی چې په دغې سورې کې  لیدلی شو، د جاهليت دوران یو دود او دستور  ته اشاره لري، هماغه شان چې لولوو، «وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ:   او هغه وخت چې له ژوندي ښخې کړئ شوي جینۍ څخه وپوښتل شی په کومې ګناه (په ناحقه) وژل شوې ده ..(۸-۹)

دغه آیتونه  د عربانو د جاهلیّت د پړاؤ له یوه دود سره اړوندیږي چې  انجونې به ئې په مختلفو دلیلونو سره ژوندۍ ښخولې ، په هغو دلیلونو کې ، زیاته بې وځلي ، د یوه انسان په توګه میرمنې ته  د ارزښت نه ورکولو او د بې آبرو کیدا څخه ویره شامله وه. د تاریخي او تفسیري کتابونو په اساس ، په جاهلیّت پړاؤ کې ، کله چې  دښځې د زیږونې موقعه رارسیدله ،نوپه مځکې کې به یوه ګودال یا کنده کیندل کیدله څو میرمن ورباندې پاسه کیښني . که نوزیږی جینۍ وي ،نو هماغه ځاي کې په هماغه ګودال کې  ئې ژوندی ښخوله او که هلک وي ،نو بیا به ئې ساتلو .

captcha